اسلام آباد۔2اکتوبر(اے پی پی) داخله وزارت د روانې مياشتې په مهال په اسلام آباد كښې كېدونكې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) سرمشريزې غونډې په موقعه فول پروف امنيت باوري ??ولو له د تګلارې منظوري ??ركړې ده۔ د ا??س سي او كنفرنس په مهال به د پاك پوځ ٬ رېنجرز ٬ اېف سي او د پنجاب پوليس اضافي نفري ??م تعينات كولې شي۔ د شورؤ په ورځ د داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د شنګھائی مرستې تنظيم كنفرنس تياريانو سره اړونده غونډه وشوه په كومه كښې چې وفاقي داخله سېكتر ٬ اېډيشنل سېكترانو ٬ چیف کمشنر اسلام آباد، آئی جی پولیس اسلام آباد، ډپټی کمشنر اسلام آباد، ډپټی کمانډنټ اېف سی، سېکتر کمانډر پاکستان رینجرز ا?? د ??منيتي ادارو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د ا??س سي او سرمشريزې غونډې سره د اړوندو امنيتي انتظاماتو بشپړ جاج ??اغستے شو۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل د روانې مياشتې په مهال د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه په پاكستان كښې كېدل زيات مهم دي۔ په دې سمټ كښې يو شمېر مشران ګډون كوي٬ د نړيوال كنفرنس په پاكستان كښې كېدل ټول اولس لپاره درناوې دې۔ ده ووئيل د ا??س سي او سرمشريز كنفرنس په موقعه به په هره كچه فول پروف انتظامات باوري ??ولې شي۔ د ا??س سي او كنفرنس په مهال به اسلام آباد ښكلے كولے ا?? د ??فايۍ به خصوصي انتظامات كولې شي۔ ده ووئيل د ا??س سي او غونډې په مهال دې ټولې اړوندې ادارې خپل متعين كړے شوے كردار ترسره كړي۔ ټولو له به په ګډه د كنفرنس په سولييز او كامياب ډول تابيا كېدل باوري ??ول وي۔
Nguồn bài viết : THỂ THAO